آیا تاسی بودیجه لرې او د فلم جوړولو په آند یاست؟
په فلمونو کی څرګندیدل او یا د فلم جوړولو هیله ښایی په نړۍ کی تر ټولو پلوی لرونکی ذوق وی. نه یوازی په افغانستان کې بلکه د نړۍ په هر فرهنګ او لید کې خلک ډیر لیوال دي چی په فلمونو کې ولیدل شي او یاهم فلم جوړ کړي.
د فلم جوړول یو له ګران او سختو کارونو څخه دی چی په ظاهره بڼه ساده او جالب ښکاري. تاسی د فلم جوړلو او یا فرمایش لپاره ښه پیسوته اړتیا لرې، ځکه اقتصادي قدرت د فلم د کیفیت لمړنۍ شرط دی چی پس له دی د فلم هنرې کیفیت د تولید او اداکارو ډلو پوری مربوط کیږي.
په یو فلم کی (د جوړلو استعداد) او (د جوړولو بودیجه) یو له بل سره غوټه شوي دې، یعنی پرته لدی دوه عمده فکټورونو تاسې به د ښه فلم د تولید وړتیا ونلرې. استعداد او ښه مدیریت په فلم کی کولای شی د فلم لګښت تر ټیټترینه کچه راورسوي.
یو شمیر ملګرې مونږ سره په اړیکه کیږي او وایی چی هغوی ښه سوژي او یا داستانونه او یاهم چمتو سناریو د جوړولو لپاره لري، خو بودیجه نلري! په حقیقت کی کولای شو دغی بیلګی ته اشاره وکړو: "زه د یو لوړ مینی (بلډنګ) نقشه لرم خو د هغی د جوړولو بودیجه نلرم په مهربانۍ سره تاسی راته جوړ یی کړي".
په حقیقت کی نړي د سوژو او کیسو ډکه ده، لاهم د نړي د لویو لیکوالانو د آثار سترې برخي په فلم ندې بدلی شوي. هغه څه چی دا سوژي او کیسي په فلم بدلوی یوه بیله سخته پروسه ده چی یوې خاصې ډلی او بودیجی ته اړتیا لری.
باری څه وکړو؟
د نوری نړۍ بحث بیله ده، خو په افغانستان کی تاسی نشی کولائ چی د لیکوالۍ او هنر له طریقه ژوند وکړئ ځکه دلته نه څوک کتاب اخلی او نه هم فلم، د سیمنا تالارونه فلج دي او تلویزیونی شبکی هم دی بلوغ ته ندي رسیدلي چی پوه شی څنګه کولای شی د یو ښه افغانې سریال او یا فلم په نشرولو ځانته کتونکی راټولی کړي.
خو هیرمو نشی چی یو باکیفیته فلم کولای شی چی د افغانستان له بهره ښئ پیسی لاس ته راوړی.
افغانستان کی یوازی په هغی صورت کی فلم جوړولای شې چی بودیجه یی پخپله ورکړې، او که چیري پروفیشنال فلمجوړونکی یاست کولای شې چی "پروفیشنال پیشکش لیک" جوړاو بهرنیو پروډیوسرانو سره په اړیکه شې او پس له هغی د بودیجی ترلاسه کولو پروسه پر مخ بوځې.
او که چیری تاسی د فلم په جوړولو د سرمایه ګذارۍ لیوال یاست مونږ سره په اړیکه شې، رومی فلم پروډکشن د ښوو امکاناتو او مدریت سره کولای شی چی تاسی سره مرسته وکړي.
د یو لڼد داستانی فلم جوړول د ۵،۰۰۰ تر ۲۰،۰۰۰ امریکایی ډالرو پوری کولای شی چی لګښت ولری.
د یو اوږد داستانی فلم جوړول د ۵۰،۰۰۰ تر یو ملیون امریکایی ډالرو پوری کولای شی چی لګښت ولری.